top of page

په کابل کې د محرم مراسمو د لمانځنې پر مهال تاوتریخوالۍ

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د محرم مراسم تر ډېره په سوله ییز ډول ترسره شول، په کابل یونیفرم لرونکي طالبان ولیدل شول چې د دغو مراسمو د ګډوډولو لپاره په تاوتریخوالی لاس پورې کوي.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

 عکس: افغان ویټنس. په کابل کې د محرم  مراسم، د ۲۰۲۲ کال د  اګست میاشت


يادونه: په کابل کې د پېښو سربېره، په غزني ولايت کې هم د محرم په مراسمو کې نښتې وشوې چې په پايله کې يې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان ووژل شول او د دغو پېښو په اړه د تایید شوي ويډيوګانې شتون لري. افغان ویټنس د دې پېښې په اړه څېړنه او راپور چمتو کوي.

 


 د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتې په ۱۸مه، د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د یو پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې "د محرم په میاشت کې د شیعه هېوادوالو د مذهبي مراسمو د امنیت د تینګښت لپاره دوه بېلابېلې کمېټې جوړې شوې دي". د جولای په ۲۶مه ځدراڼ زیاته کړه چې "د محرم د مراسمو د امنیت په اړه پرېکړې به د (امنیتي بنسټونو او شیعه هیوادوالو د استازو نه جوړه شوې) کمیتو په همغږۍ او همکارۍ واخیستل شي".

 


 د ځدراڼ له خوا د عاشوره مراسمو لپاره د خوندی چاپیریال د برابرولو له ډاډ ورکولو سره سره، په خواله رسنیو کې څو ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي یونیفرم لرونکي طالبان په دې مراسمو کې د ملکي ګډون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالی نه کار اخلي. 


د جولای میاشتې د ۲۶مې نیټې پیښې


 افغانستان انټرنېشنل او بي بي سي فارسي د جولای میاشتې په ۲۶مه نیټه یوه ویډیو شریکه کړه چې په لوړ ځای کې، احتمالاً د یوې ودانۍ له کړکۍ نه اخیستل شوې وه او ښیی چې طالب جنګیالي د عاشورا مراسم د ګډونوالو سره نښته كوي.

 


 د بي بي سي د ویډیو په پیل کې چې د شهید مزاري د سړک په جنوبي اړخ کې له یوه ځایه څخه ثبت شوې، د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي چې د سړک په لوېدیځ لوري کې یو لوی سور رنګه بیرغ لیږدوي. کله چې د کیمرې لینز کیڼ اړخ ته څرخیږی، طالب وسله وال چې ځینې یې محافظتي جامې اغوستي دي، د د خلکو ډلې په لور پرمختګ کوي او خپلې وسلې ورته ښیي.

 

 

طالبان د دې ډلې په لور پرمختګ ته دوام ورکوي او د خلکو یوه ډله چې د ځان وهلو په حال کې ډي او د بیرغ لیږدونکو پسې روان دي، خوروي په داسې حال کې چې یو موټر د دغې ډلې د خورولو لپاره د دوی په لور روان دی.


لاندنۍ عکس د دغې ثبت شوي ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټونه ښیې. په انځور کې د طالبانو یو سپین موټر لیدل کیږي چې د خلکو د خورولو لپاره د خلکو په لور حرکت کوي (په عکس کې کیڼ اړخ ته)، او درې وسله وال طالبان لیدل کیږي چې د ملکي خلکو په لور حرکت کوي او  ټوپک سره هغوی ګواښی (په عکس کې ښی اړخ ته).


عکس: د طالبانو یو موټر چې د خلکو د خورولو لپاره د هغوی په لور حرکت کوي (کیڼ اړخ ته عکس) او درې وسله وال طالبان د ملکي خلکو په لور روان دي او د خپلو وسلو سره ګواښ ورته کوي (ښي اړخ ته عکس). [34.500240, 69.071753]


یوه بله ویډیو چې په اواره ځمکه کې اخیستل شوې ده، ورته پیښه ښیې. د افغان ویټنس څیړونکو تایید کړه چې ویډیوګانې یو بل نه په یوازې څو متره واټن کې اخیستل شوي دي او د سیورې شننه ښیي چې مراسم په ورته وخت کې ترسره شوي دي.



د طالبانو له خوا د خلکو په وړاندې د وسلې نه د کار اخیستلو په اړه د شواهدو شتون سره سره، د جولای په ۲۶مه نیټه شریکه شوې ویډیو کې د ډزو غږ نه اورېدل کېږي.



 په یوه بله ویډیو کې [خبرداری: ځورونکی عکسونه] چې د جولای میاشتې په ۲۶ نیټه د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي لخوا شریکه شوې وه، په محافظتی یونیفرم کې یو طالب جنګیالی لیدل کیږي چې په لاس کې ډانګ لری او ملکی خلک وهی او ټکوی. دغه ویډیو چې ادعا کیږی په کابل کې ثبت شوي ده، ښيي چې یو طالب لږ تر لږه څلور نارینه ویر کوونکي وهی او ټکوی، خو داسې نه ښکاري چې ویر کوونکي دې په وهلو ډبولو سخت ټپيان شوي وي.


د عاشورا د ورځې پیښې


 د جولای په ۲۸مه چې د عاشورا له ورځې سره سمون درلود، افغانستان انټرنېشنل او چشم نیوز رسنۍ چې یو کوچنۍ سازمان دی او د افغانستانه په اړه  خبرونه خپروي، د دشت برچي ناحیې اړوند په شهید مزاري سړک په اوږدو کې ثبت شوې ویډیوګانې شریکې کړې، ښیی چې ویر کوونکي په ډزو خورول شوي دي. د دې ویدیو په سرلیک کې ویل شوي و چې طالبان دې ډزو مسول دي. خو په ویډیوګانو کې د ډزې کوونکو د هویت تاییدول شونې نه و.  



د اهل تشیع مېرمنې چې په تېرو ورځو کې يې د ویر په مراسمو کې ګډون نه وو کړي، په همدې ورځ سړکونو ته راووتل. په یوه ویډیو کې چې د انډیپنډینت فارسي خبریال علیشیر شهیر له خوا شریکه شوې وه، د ښځو یوه لویه ډله ښیی چې د عاشورا په ورځ لاریون کوي. د دغو ښځو تر څنګ یو موټر لیدل کیږی چې د طالبانو پولیس یې لېږدوی. خو د دغو کسانو له خوا د ښځو د خورولو لپاره هڅه نه کیږی.


KabulNow خبري اژانس چې د اطلاعات روز رسنۍ پورې اړه لری،  په یو خبری راپور کې ادعا وکړه چې "طالبانو د عاشورا د مراسمو پر مهال د کابل په لویدیځ کې د مخابراتي شبکو اړیکې یې پرې کړي". خو KabulNow دا په ډاګه نه کړه چې کومې سیمې د دغه اقدام له امله اغېزمنې شوې دي. د یادولو وړ ده چې د کابل په لویدیځ کې په ۱۳ ناحیه کې د شیعه وګړو پر وړاندې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی پیښې رامنځته شوې دي.


د بیلابیلو ویډیوګانو شتون سره سره چې د خلکو په وړاندې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی ښیي، ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې یو اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکلي و: "د خدای په مرسته، د تیرو ورځو په څیر، د محرم د لسمې مراسم په سوله ییزه فضا کې ترسره شول". د عاشورا د مراسمو لپاره د امنیتی تدابیرو په اړه د ځدراڼ د پخوانیو ټوییټونو ناورته، هغه دا پیغام د انګلیسی ژبو مخاطبینو په پام کې نیولو سره په انګلیسی ژبه ولیکل.

bottom of page