په کابل کې د طالبانو د کورونو تلاشۍ كول د خلکو تر منځ وېره خپره کړي ده
د طالبانو له ادعاوو سره سره چې جنايتکاران په نښه کوي، راپورونه وايي چې عام وګړي هم په نښه شوي دي
پورتني انځور د طالبانو دغړيوه د تلاشۍ پر مهال د ټولنیزو رسنیو څخه اخیستل شوی دي.
د فبرورۍ مياشتي په وروستیو کې طالبانو په کابل کې پراخ کورونه تلاشي كول پیل کړل، چې په ټولنیزو رسنیو او د غربي ډیپلوماټانو تر منځ یې نیوکې راپارول، چې وايي زياتره عام وګړي یې په نښه کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه تلاشي ته (د پاكاري عملیات) ويلي دي، چې موخه یې د مجرمینو او هغو کسانو په نښه کول دي چې د عامو خلکو ته امنیتي ګواښ پېښوي، مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل، عملیات یوازې د هرچا پر ضد نه دي، بلکې د سړي تښتونکو، مسلکي غلو او جنایتکارو ډلو پر ضد دي، مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه، چې طالبان چارواکو لسګونه میله وسلې او لسګونه مجرمین یې نیولي، او شپږ تنه يي د اسلامي دولت وسله واله ډله نه هم نيولى دي.
افغان وتنس په کابل کې د یو شمیر خلکو سره خبرې وکړې چې کورونه یې پلټل شوي ول، یو شمېر اوسېدونکي وايي طالبان د دوی له خبرتیا پرته د دوی کورونو ته ننوتي دروازې یې ماتې شوې او کورونه یې بې نظمه پاتې دي. داسې ادعاوې هم شوي چې طالبانو شاته انګړ کیندلي بوټي او ونې یې له منځه وړي دي. أفغان وتنس اوريدلي چي تلاشي له ديرشو دقیقونه تر دوه ساعتونو ترمنځ دوام كړی، او داسې ادعاګانې شتون لري چې ځینې یې په ماښام کې ترسره شوي دي، د بیلګې په توګه تر ناوخته د شپې تر 9:00 بجو پورې. په کابل کې د تلاشیو تر څنګ داسې راپورونه هم شته چې شایی طالبانو په پروان، کاپیسا، مزارشریف او نورو سیمو کې کورونه تلاشي کړي دي.
په افغانستان کې دا تمه کیږي چې ښځې د نورو ښځو امنیتي چك وکړي. طالبانو ادعا کړې چې یوازې ښځینه پولیسې به د ښځو توکي تلاشي کوي او د تلاشۍ پر مهال به د سیمې مذهبي استازي له پولیسو سره مل وي. په هرصورت د هغو کسانو په وینا چې أفغان وتنس ورسره خبرې کړې، په ډیری دغو قضیو کې میرمنې شتون نه درلو. په ځانګړې توګه د کابل ښار په هغو سیمو کې چې تاجک نفوس لري لکه يولسمه حوزه، ولسمه حوزه، او لسمه حوزه. ځینې اوسیدونکو أفغان وتنس ته وویل چې لټوني له قهر او غسی سره ترسره شوي چې په پایله کې یې ښځې او ماشومان ډارېدل. په بعضو مواردو كي افغان وتنس اوریدلی چي اين كشفكونكي او تعليمي سپي استفاده شوي.
د کابل ښار د شهرک آريا سيمې يوه اوسېدونکي أفغان وتنس ته وويل، چې د طالبانو غړي د دوى کورته دوه ځلې
را غلل، يو ځل يې په سهار کې كلكه تلاشي وکړه او بيا وروسته په هماغه ورځ، د ده اوسېدونکي په وينا دوی داپارتمان سخت پلټنه ترسره کړه او د دوی کثافات پوري یې وکتل.
په پرتله، د شهرک اریا سیمې یو بل اوسیدونکي افغان وتنس ته وویل، چې د طالبانو غړی د کور د تلاشۍ پر مهال درناوی کاوه، دوی وايي د دي ډلې غړو له ښځو وغوښتل چې یوې کوټې ته ولاړې شي چې کور تلاشي کړي او د فاميل دير شيان يي نه دي بيجايه كړي، د کابل د شهرک اریا سیمې دواړه اوسیدونکي چې د افغان وتنس ورسره خبري كړي پښتانه ول.
له هغه وخته چې طالبانو په تیرشوي اګست میاشت کې کابل ونیول، یو شمیر هیوادوال د پخواني حکومت او پوځ یا لویدیځو هیوادونو اوغير دولتي موسسو سره د خپلو پخوانیو كارونو له امله پټ شوي دي، ډیرو يي خپل اسنادونه له منځه وړي دي ترسو خپل زانونه خوندي كړي.
په افغانستان کې د آلمان نومول شوي سفیر مارکوس پوتزل په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د طالبانو له دې بیان سره سره چې مجرمین په نښه شوي دي داسې ښکاري چې تلاشۍ تر ډیره په عادي وګړو اغیزه کوی.
په یوه مقاله کې چې د واشنګټن پوسټ لخوا خپره شوې، یو کارګر چې کور یې د طالبانو دغړولخوا د وسلو په لټه کې وه ویلي دي چې د کورنۍ د ناستې بالهتونو ته چاقوګانې اچولې له الماريو څخه یې جامې ایستلې او د کورنۍ عکسونه یې له الماریو ایستل شوي. د طالبانو غړو هغه د پخواني رژیم سره په اړیکو تورن کړي که څه هم د هغه میرمن واشنګټن پوسټ ته وویل چې هغه هیڅکله د پخواني حکومت لپاره کار نه دی کړی.
ځینې ښاریان اندېښمن دي چې په نږدې راتلونکي کې به د دوی کورونه تلاشي شي، افغان وتنس له عبدالله سره خبرې وکړې، دا دهغه اصلي نوم ندي هغه په کابل کې ژوند کوي او پخوا یې د یوه لوبغاړي په توګه کار کاوه، د افغان کوڅو په خپرونو او تلویزیوني سریالونو کې یې فعالیت کاوه چیرې چې هغه به ډیری وخت په ټولنیزو او سیاسي مسلو خبرې کولې.
عبدالله همچنان د ښځو د حقونو ملاتړ کړی دی. هغه مخکې هڅه کړې وه چې په کابل کې د ښځو په مشرۍ یوه مظاهره له خپل ملګرو سره جوړه كړي، کله چې طالبانو پر مظاهره کوونکو د مرچ سپرې وکارول چې د ده په وینا د ده لیدنه یې اغېزمن کړی دی، په وروستیو میاشتو کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالان کورونه تلاشي شوي او د ښځو د فعالانو او د لوړ پوړو ښځینه شخصیتونو د توقیف په اړه ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي، طالبانو د هدفي غچ اخیستو خبره رد کړې او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي او د خلكو ورکیدو راپورونه څېړي.
په داسې حال کې چې تر اوسه د هغه کورنه دی پلټل شوی، د طالبانو وروستیو پلټنو عبدالله ډار کړی دی. هغه افغان وتنس ته ويلي چې اسنادونه يې ډېرحساس دي او که طالبان يې پيدا کړي نو ژوند يې په خطر کې اچولى شي، هغه له دې امله هم اندېښمن دی چې پلار او ورور يې له پخواني حکومت او افغان پوځ سره کار کاوه.
عبدالله افغان وتنس ته وویل، له هغه وخته چې طالبانو واک ته ورسيدل، ما خپل لاسونه له تیاتر او هنر څخه پاک کړل، زه نشم کولی هغه ډول کار وکړم چې پخواه مي ترسره کاوه، زه نشم کولی سیاسي او ټولنیز پیغامونه لکه څنګه چې ما د طالبانو څخه مخکې کړي ول.
د عبدالله مېرمن پخوا د ټلویزیون ویانده وه، او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه، عبدالله افغان وتنس ته وویل چې جرمني د دوی د پناه غوښتنه منلې ده، خو د جرمني د ویزې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته د سفر توان نه لري. هغه افغان وتنس ته وايي چې په افغانستان کې وضعيت د ده مشر ورور نشه يي توکو ته اړولى او ديباندي يي د اته کسيزې کورنۍ مسووليت ور پغاړه کړى دى.
عبدالله وايي چې د طالبانو تر راتګ مخکې یې له هېواده د وتلو نیت نه درلود، ما هیڅکله نه غوښتل چې خپل هیواد پریږدم ما تل فکر کاوه چې زه دلته زیږیدلی یم او زه باید د دې خاورې لاندې ښخ شم چې زه یې خپل وطن بولم، خو د طالبانو په راتګ سره زما ټول خوبونه له منځه ولاړل.