طالبانو په هرات کې د اختطاف کوونکو جسدونه ځړولي، لږترلږه د یو په اړ ادعا کړې چي د
پخواني حکومتي امنیتي پرسونل وه
د افغان وتنس د خلاصې سرچینې استخباراتي ټیم د ادعا شوي تښتونکو درې جسدونه په جغرافیه کې ځای پر ځای کړي چې په عامه توګه د طالبانو لخوا ښودل شوي، او همدارنګه یې د وژل شوي یو کس له ملګري سره خبرې کړې چې د راپور له مخې پخوانی افغان پوځي پرسونل دی
![ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_440ed2e9635b4a9f912e3b72316759a0~mv2.jpg/v1/fill/w_476,h_378,al_c,lg_1,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,enc_auto/ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg)
خبرداری دا مقاله ګرافیک توضیحات لري، په دې کې د ځړول شویو جسدونو عکسونه هم ښودل شوي، چې افغان شاهدانو د سانسور لپاره هڅې کړې دي.
د طالبانو د سرچینو په وینا، د فبرورۍ په ٢١ مه ماښام په هرات ښار کې د جګړې په ترڅ کې درې تنه تښتوونکي ووژل شول، د درېو تنو تښتوونکو جسدونه بیا د ښار په بېلابېلو برخو کې ځړول شوي او د ۲۴ ساعتونو لپاره په عام محضر کې ښودل شوي دي.
افغان وتنس د طالبانو له خوا د وژل شویو دریو تنو اختيتافچيانو ښودل شويي جسدونه جاي موندلي دي. لومړی جسد د بکر اباد په څلورلارې کې، دویم یې د کندهار څلورلارې په دروازه کې او دریم کس د ګلې چوک ته څېرمه له کرین ځړول شوی دي.
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_00db3f06460c41a4a590e7816e794bc6~mv2.jpg/v1/fill/w_147,h_94,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_00db3f06460c41a4a590e7816e794bc6~mv2.jpg)
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_8bd0ea54e6354a2fa1e0a04c1cfdca30~mv2.png/v1/fill/w_72,h_56,al_c,q_85,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_8bd0ea54e6354a2fa1e0a04c1cfdca30~mv2.png)
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_a8aa31f4e45245048964ab33b8cb6f55~mv2.png/v1/fill/w_64,h_42,al_c,q_85,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_a8aa31f4e45245048964ab33b8cb6f55~mv2.png)
أفغان وتنس همچنان د دریم جسد جغرافيايي موقعيت کړی چې په هرات کې چوک ګله ته نږدې د کرین څخه ځړول شوی وه.
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_fc196925d9e145a4b05482f8752151cc~mv2.jpg/v1/fill/w_144,h_108,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_fc196925d9e145a4b05482f8752151cc~mv2.jpg)
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_f72afb9e00b54ecab21e9f1b4a86347a~mv2.jpg/v1/fill/w_160,h_120,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_f72afb9e00b54ecab21e9f1b4a86347a~mv2.jpg)
د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو او د طلوع نیوز د یوه خبریال له مخې، لږ تر لږه د طالبانو له خوا په وژل شویو تښتونکو کې یو یې د افغان ملي اردو پخوانی پوځي کارکوونکی وه، د ټولنیزو رسنیو پوسټونه چې د هغه سړي نوم محبوب شاه نوموي په پوځي یونیفورم کې د هغه عکسونه شامل دي.
افغان وتنس د محبوب له ملګرو او يو جورنالست سره چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي خبرې کړې دي، چې دا تاییدوي چې محبوب په اردو کې دنده ترسره کړې او پخوا د هرات ولایت د پخواني والي امنیت په غاړه درلود، هغه د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه اډه کې د لوژستیک د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده، دوی د طالبانو پر ادعاوو شک څرګند کړ چې کېدای شي هغه په اختيتاف کې لاس ولري.
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_e441308388f14f95a41b531f6b2a915e~mv2.jpg/v1/fill/w_73,h_73,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_e441308388f14f95a41b531f6b2a915e~mv2.jpg)
![](https://static.wixstatic.com/media/e138d3_440ed2e9635b4a9f912e3b72316759a0~mv2.jpg/v1/fill/w_85,h_68,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/e138d3_440ed2e9635b4a9f912e3b72316759a0~mv2.jpg)
پورته انځورونه محبوب په پوځي یونیفورم کې، د ټولنیزو رسنیو څخه اخیستل شوی (اول عکس، دوهم عکس)
په ټول هیواد کې د پخوانیو دولتي امنیتي منسوبینو د ورکیدو او بې عدالتي وژنو راپورونه په مکرر ډول خپریږي. د تېر کال په نومبر میاشت کې د بشري حقونو د څار ادارې یو راپور اټکل کړی وچې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته تر ۱۰۰ ډېر پخواني افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا وژل شوي او یا هم ورک شوي دي. د بشري حقونو د څار ادارې زیاته کړه چې طالبانو د پخواني حکومت لخوا پاتې شوي د کار ریکارډونه هم کارولي ترڅو د نیولو او اعدام لپاره خلک وپیژني.
په هرصورت دا غیر معمولي ده چې د طالبانو مجازات په عامه توګه ترسره شي، پدې معنی چې د تایید لپاره ډیری وختونه محدود مواد شتون لري، د یادونې وړ ده چې وروستۍ ثابته شوې بېلګه یې هم په هرات کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۵ نېټه وه، چې طالبانو په عام محضر کې د دریو تنو جسدونه په کرینونو وځړول، افغان وتنس د پیښې جغرافیایي او تایید شوي ویډیوګانې او ګرافیک چې په هغه وخت کې د رسنیو لخوا پوښل شوې ول تصدیق كړل.