top of page

د طالبانو تر واک لاندې د بامیان د بودا لپاره ارامتيا نشته

ایا تاریخي اهمیتونه د طالبانو په واک کې خوندي دي؟

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

د ٢٠٠١ کال په مارچ کې نړۍ په ویره کې ولیدل کله چې د طالبانو حکومت د بامیان د بودا مجسمې ړنګې کړې، دوه

لوی شخصیتونه چې ١٤٠٠ کاله وړاندې په ډبره کې نقش شوي وه. دغه كار د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر

له خوا امر شویوه، دغه ویجاړول د طالبانو د نه زغم د سمبول په توګه کتل شوي او په نړیواله کچه یې غندلې دي.



اوس د افغان وتنس لخوا جغرافیه شوي عكاسي داسې ښکاري چې طالبان جنګیالي د ساحې په پاتې شونو ډزې کوي،

کوم چې یونیسکو د نړیوال میراث په خطر لیست کې شامل کړی دی.



په ویډیو کې چې د نومبر په لومړۍ نیټه په ټویټر کې خپره شوې، فلم جوړونکی نوكي شيي چي د لوی لویدیځ بودا

(سالسال) ته نږدې موقعیت لري، د اتومات ډزو غږونه د ٢٥ ثانیې نښه څخه اوریدل کیدی شي، کوم چې فلم جوړونکی

وایي چې د طالبانو لخوا څخه راځي.



په ٣٦ ثانیو کې ویډیو له ورته ځای څخه دویم لید ته راټیټوي او په نږدې سړک کې ولاړ یو موټر زوم کوي، څو

جنګیالي یې څنګ ته ولاړ دي، او همدارنګه د ټوټو په یوه ځای کې د ټوپک ډزې اوریدل کیږي، داسې ښکاري چې

سړيان په ځای کې په وار وار ډزو كي نوبت اخلي، یو سړی بل سړي ته ټوپک ورکوي چې ليدل کیږي چي سلاح

پورته كوي هدف نيسي او ډزې کوي. چي په ١دقیقې نښه كي هكاري.



دا ویډیو ادعا کیږي چې د سپټمبر په څلورمه نیټه اخیستل شوې یوه میاشت وروسته له هغې چې طالبانو سیمه ونیوله، د

ویډیو تحلیل ښیي چې دا د دې نیټې څخه مخکې نه وه خپره شوې، مګر افغان وتنس د خلاصې سرچینې استخبارات

میتودونو له لارې د اصلي نیټې تصدیق کولو توان نه درلود.




اول شكل: د بودا مجسمو د سټلايټ عکس په پرتله د ویډیو څخه ليد.



34°49'45.4"N 67°49'10.6"E:د ویډیو جغرافیه موقعیت


انځور: یو سړی لیدل کیږي چې شاوخوا ٣٠٠ متره لیرې نوكي باندي ډزې کوي، چي له ویډیو څخه اخیستل شوي.



انځور: د ٢٠٠١1 کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو لخوا د بمي چاودني نه وروسته د بامیان د بودا مجسمې ته زیان

رسېدلی



انځور: د٢٠٠١ کال په مارچ میاشت کې د یو مراسمو په ترڅ کې د ٥٦ متره سالسال بودا تري ډی طرحه ریزی،

د طالبانو له واک څخه مخکې، چي په نښه کړي د ۲۰ کاله دمخه د طالبانو لخوا د بودا د ویجاړولو.

bottom of page