top of page

د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د پنجشیر په دره کې د بندیانو د اعدامونو د شواهدو څېړنه

د خلاصې سرچینې تخنیکونو په کارولو سره افغان وتنس وتوانید چې په پایله که یی د طالب جنګیالیو یوه ډله د دره ولسوالۍ په سیمه کې د لسو کسانو له وژنی سره اړیکه ورکړی.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې د پنجشیر ولایت په روخه دره او آفشار ولسوالیو کې په لویه کچه د پاکولو عملیات  په ترڅ کې ۴۰ تنه مقاومت کوونکي وژل شوي او ۱۰۱ تنه نیول شوي دي. د۴۰ مړینو د نوعیت یا شرایطو په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

  

د ملي مقاومت جبهې د افغانستان د مقاومت ترټولو مهمې ډلې  ادعا کړې چې طالبان د وژل شویو جنګیالیو په شمیر کې مبالغه کوي. د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي نظري فرانسه خبري اژانس ته وویل چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو یوه کوچنۍ ډله د طالبانو لخوا نیول شوې او وژل شوې ده.


د دې وخت په شاوخوا کې آنلاین عکسونه خپریدل پیل کړل چې ښیې طالب جنګیالي ادعا کوي چې د مقاومت جنګیالي وژنی. د نورو فلمونو او عکسونو ترڅنګ چې غیر قضایي وژنی په ګوته کوي. د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۴ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې په پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو وروستي تورونو سخته اندیښمن دی.


د خلاصې سرچینې  تخنیکونو په کارولو سره افغان وتنس  وتوانید چې په پایله کې د طالب جنګیالیو یوه ډله د دره ولسوالۍ په سیمه کې د لسو کسانو د وژنی سره اړیکه ورکړی. افغان وتنس وتوانید چې د عکسونو جغرافیایی موقعیت وپیژني چې د طالبانو ډلې لخوا د دره ولسوالۍ د دره هزاره په سیمه کې د پوچاوه په دره کې د غره په سر کې د پنځو کسانو وژنه ښیي. همدغه پنځه کسان په مخکینیو انځورونو کې لیدل کیږي چې د طالب جنګیالیو لخوا د غره په لور روان دي او لاسونه یې شاته تړل شوي دي. ویډیو کیدای شي د وژنی د ساحې په مترنو کې موقعیت ولري.

 

د طالب جنګیالیو دغه ډله د پنځو نورو کسانو سره هم پیژندل کیدی شي چې وروسته وژل شوي. یو قرباني لیدل کیږي چې د لومړیو پنځو سره یوځای غره ته پورته کیږي او دوه ثبت شوي چې د جنګیالیو لخوا پوښتنې کیږي. د دې دریو کسانو جسدونه په یو ناپیژندل شوي ځای کې یوځای عکس اخیستل شوي مګر احتمال لري چې د لومړي وژنی ځای ته نږدې وي.

 

وروستي دوه تایید شوي قربانیان چې ادعا کیږي پلار او زوی یې د یوې ودانۍ تر څنګ او د یوې لارۍ په شا کې د بندیانو په نوه  عکاسی شوي او د طالبانو د ډلې د یوه جنګیالي لخوا تحقیقات شوی چې د غره په سر کې د وژلو په وخت کې هم شتون درلود. د دغو دوو کسانو جسدونه وروسته په یوه ویډیو کې په یوه نامعلوم ځای کې ښودل شوي دي.

 

سربیره پردې افغان وتنس په پنجشیر کې د ادعا شوي مقاومت جنګیالیو په وړاندې د طالبانو د عملیاتو په پایله کې د ۱۷ نورو وژل کیدو چی  ټوټل ۲۷ تنه کیږی او د۳۰ مړینې په اړه معتبر شواهد راټول کړي دي. د ټولو قربانیانو شمیر ۵۷ ته رسیدلی. نږدې عکسونه اصلي دي او یوازې د برید پرمهال څرګند شوي  که څه هم موقعیت یابی نشي کیدی.


bottom of page