top of page

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه چاودنه

دغه چاودنه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته پر همغه سړک شوې، چې د جنورۍ په ۱۱مه د یوه بل ځانمرګي برید شاهد و، چې پړه یې د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستې وه.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

په مصنوعی سپوږمکۍ اخیستل شوی عکس: گوگل ارث/ مکسارتیکنالوژی، ۲۰۲۳ کال


د مارچ په ۲۷مه نیټهُ د کابل ښار په مرکز کې چاودنه وشوه. د آمو خبري آژانس د خبر له مخې،  یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د ملک اصغر څلور لارې ته څېرمه د بهرنیو چارو وزارت سړک ته ننوځي. آمو نیوز د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې چاودنه ګواکې هغه مهال وشوه چې د طالبانو د بهرنیو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي له دغه وزارته د وتلو په حال کې وو. د دې مقالې د لیکلو تر وخته د چاودنې علت خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.


د مصنوعی سپوږمکۍ د پروګرام په کارولو سره، افغان ویتنس ملک اصغر څلور لارې ته څېرمه د چاودنې د پایلو او همدارنګه د ملک اصغر څلورلارې ته څېرمه د داوودزي په سوداګریز مرکز کې د چاودنې له امله د زیانونو عکس اخیستی.



انځور: د ستلایت نه اخیستل شوي انځورونه چې د کابل ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د داوودزي سوداګریز مرکز ته څېرمه د چاودنې پایلې ښيي.


د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د  طالبانو امنیتي ځواکونه د ملک اصغر څلور لاره کې یوې امنیتي پوستې ته څېرمه له یوه ځانمرګي بریدګر سره په جګړه بوخت وو. ځدراڼ ادعا وکړه، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو برید کوونکی په نښه کړ او د بلې چاودنې په پایله کې د درېیو طالب جنګیالیو په ګډون، شپږ ملکي وګړي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پیښې په اړه ورته وینا خپره کړه. 


د چاودنې له ځایه انځورونو د څیړلو وروسته، افغان ویتنس د خالد ځدراڼ د هغه ادعا پخلۍ کوی چې  ګواکې پېښه د تلاشي یوې پوستې ته نږدې رامنځته شوه. دا پوسته د داووزي سوداګریز مرکز مخې ته او د بهرنیو چارو وزارت له دروازې څخه ۲۰۰ متره لیرې پرته ده. 


په کابل کې ايمرجنسي روغتون چې يوه غير دولتي موسسه ده او په افغانستان کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، ادعا کړې چې د چاودنې له ځايه دغه روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ١٤ ټپيان لېږدول شوي دي. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړه چې د دې چاودنې په قربانیانو کې ۲  مړه او ۱۲ ټپیان شامل دي. د موجودو انځوریزو شواهدو پر بنسټ، افغان ویتنس تاییدوي چې د دې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه درې کسان [پاملرنه: د دې انځورونو لیدل ځورونکې دي] وژل شوي او ټپیان شوي دي .


 د بهرنیو چارو وزارت پر ودانۍ مخکني برید


چاودنه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په همغه سړک شوې چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱ مه  د یوه بل ځانمرګي برید شاهد و چې پړه یې داعش خراسان ډلې منلې وه او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي یې په نښه کړي و. د افغان ویتنس څیړونکي تائیدوي چې د جنوری میاشتې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه  ټپیان او ووژل شول. د اعماق خبري اژانس چې په داعش پورې تړلې خبري سرچینه ده، د دغه برید پړه په غاړه واخیسته او په ظاهره یې د بهرنیو چارو وزارت بریدګر له انځور سره یو راپور خپور کړ.


د ۲۰۲۲ کال له می میاشتې راهیسې، افغانستان کې پر مهمو هدفونو تل پیچلی بریدونه ترسره شوي دی چې د داعش خراسان ډلې د اکثرو دغو بریدونو مسئولیت په غاړه اخستې ده. د داعش خراسان ډله وزارت خونې، د لوړ پوړو طالب چارواکو په شتون جوماتونه او هغه کسان یي په نښه کړي چې د طالبانو سره اړیکې درلودې او همداراز پر بهرنیو بنسټونو یې بریدونه ترسره کړي دی. داسې ښکاري چې دا ډول بریدونه د طالبانو او د هغوی مهمو بهرنیو ملګرو لکه چین، روسیه او پاکستان تر مینڅ د اړیکو د زیانمنولو په موخه تنظیم او ترسره شوی وی.



تازه معلومات: د داعش خراسان ډلې وروسته د اعماق خبري اژانس له لارې چې دغې ډلې خبري رسنۍ ده، د مارچ د ۲۷ می نیټې د برید مسئولیت په غاړه واخیست. د داعش خراسان ډلې په ټیلیګرام پاڼه کې د خپرو شوو خبرپاڼو له مخې، عبدالحمید الخراساني په کابل کې د طالبانو د "بهرنیو چارو وزارت ودانۍ" مخې ته د برید په ترسره کولو د دیپلوماتانو په ګډون، ۲۰ تنه ووژل.

bottom of page