top of page

په مزارشريف کې پر دوو کوچنيو بسونو دوه چاودنې وشوي

د راپورونو له مخې چاودنې هزاره شیعه ګان په نښه کړل, په مزار شریف کې په یوه اونۍ کې دا ډول دویم برید دی

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۸ د بلخ ولایت د مزار شریف په دریمه ناحیه او په لسمه ناحیه کې د یو بل سره په څو دقیقو کې دوه چاودنې وشوې.


د لسمی ناحیه سیمه د اکثریت هزاره شیعه نفوس کور پیژندل کیږي، پداسې حال کې چې د دریمه ناحیه هدف چی د راپور له مخې د هزاره ګانو لپاره چی په لسمه ناحیه کی ژوند کوی د سفر مشهور مرکز دی، د راپورونو له مخې دواړه بریدونه هغه بسونه په نښه کړل چې هزاره کارګران یې لېږدول.


د طالبانو له خوا د ټاکل شوي امنيه قومندان وياند محمد اصف وزيري وويل، د بريد قربانيان د روژې د ماتولو لپاره کورونو ته روان ول، او زياته يې کړه چې داسې ښکاري چې هدف يې شيعه مسافر ول.


افغان وتنس پلټونکو په مزار شریف کې دواړه پېښې تثبیت کړې او جغرافیه وی موقعیت یې پیدا که.


لومړۍ چاودنه په لسمه ناحیه کې راپور شوې. د راپورونو له مخې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله چې په یوه واړه باروړونکی موټر کې نښلول شوې وه، د فرانس نیوز ۲۴ په وینا، چاودنې لږ تر لږه ۲۲ کسان تلفات درلودل، دی خبر لیکلو په وخت کې د اټکل له مخې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. په ټولنیزو رسنیو کی ډیری داسی ګرافیکی انځورونو مثالونه شریک شوي چی لږترلږه څلور نفرو تلفات په ګوته کوي.


۱ شکل: په لسمه حوزه کې د چاودنې جغرافیه ځای، دقیق کوردینات: 36.707339, 67.148093



دوهمه چاودنه په دریمه ناحیه کې د سلطان غیاث الدین لېسې ته څېرمه شوې ده، د لومړي برید په څیر، چاودنه د یوه مقناطیسي چاودیدونکي ماین له امله رامینځته شوې چې په واړه بس کې نښلول شوي وه، په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي ګرافیک انځور ښیي چې چاودنه کی لږ تر لږه دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


۲ شکل: په لسمه حوزه کې د چاودنې جغرافیه ځای، دقیق کوردینات:36.710031, 67.114303


د بریدونو پړه وروسته د اسلامي دولت خراسان ولایت د خپل ټیلیګرام چینل له لارې ومنله.


اسلامي دولت خراسان ولایت د اپریل په ۲۸ د مزار شریف د برید ادعا، د دوی ټیلیګرام چینل ته خپره کړه.


د تېرې پنجشنبې په ورځ د مزار شریف په دریمه ناحیه کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چې اکثره شیعه هزاره ګان په کې مېشت دي، یوه لویه چاودنه وشوه، داعش همچنان د دغه برید پړه منلې ده.


څو ورځې وړاندې د کابل په دشت برچي سیمه کې چې د هزاره شیعه ګانو یوه بله سیمه ده، څو چاودنې وشوې چې پکې د هلکانو یو ښوونځی په نښه شو.


د تېرې جمعې په ورځ د کندوز په شمالي ښار کې په یوه بل جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول.


شیعه افغانان، چې زیاتره یې هزاره ګان دي، د اټکل له مخې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس له ۱۰ څخه تر ۲۰ سلنې پورې جوړوي.


شیعه، هزاره او نور اقلیتونه لکه صوفیان په مکرر ډول د اسلامی دولت خراسان ولایت یوه سني ډلې له بریدونو سره مخ شوي دي.


په داسې حال کې چې طالبانو پخوا ویلي وه. چې داعش نور افغانستان او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی، خو د داعش لخوا ادعا شوي وروستي بریدونه بل ډول وړاندیز کوي.


خبریال: افغان وتنس


۲۹ اپریل ۲۰۲۲


bottom of page